افغانستان کې د ملګرو ملتونو اداره یا یوناما وايي، سوله او ټاکنې دواړه ورته لومړیتوبونه دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي، تداميچي یاماماتو ویلي، ((موږ لپاره سوله او ولسمشریزې ټاکنې دواړه لومړیتوبونه دي. غواړم واضح کړم، هیڅ پروسه باید د بل بهیر لپاره شاته پرېنښودل شي، دواړه بهیرونه باید په پوره ژمنتیا او قوت سره د شریکایانو لخوا مخ ته یوړل شي. ))
د سولې روانې خبرې په سیمه او نړۍ کې له هر کلي مخ دي، خو روسیه وايي، تمه لري چې دا خبرې سیاسي حل لار پيدا کړي.
کابل کې د روسیې سفارت ویلي، ((روسیه د سولې له روانو مذاکراتو ملاتړ کوي. روسیه د دې مذاکراتو له میکانیزم سره د مرستې ژمنتیا هم لري چې ډیر تمرکز یې په بین الافغاني خبرو اترو دی. موږ باور لرو چې دا جګړه نظامي حل لار نه لري او سولې ته رسیدل یوازې د سیاسي حل لارې شونې ده.))
د سولې اووم پړاو خبرو کې تمرکز د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د افغانستان له اړخه امریکا ته په تضمین ورکولو دی، چې د ترهګرۍ تعریف یې یوه برخه ده.
افغان حکومت په راتلونکو اوونیو کې د سولې په تړاو ښو خبرونو ته په تمه دی.
اووم پړاو خبرې هم د نورو هغو په څېر د بندو دروازو تر شاه روانې دي خو دا ځل ځینو جزيي مسایل د رسنیو په واک کې ورکول شوي دي.
د امریکایانو د وتو د مهالویش په اړه کره خبر نشته مګر امریکایانو ته د تضمین د ورکړې په برخه کې د یو لړ مسایلو د حل خبره شوې چې د ترهګرۍ تعریف یې یوه بېلګه ده.
کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي چې سوله لومړیتوب دی، خو د دې لومړیتوب لپاره نه باید د ټاکنو لپاره چمتووالی ټکنی او ټاکنې وځنډول شي.