د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ د یکشنبې په سهار شاوخوا دوو بجو څلور ځانمرګي بریدونه شوي چې په کې د کندهار د ټاکنو کمېسیون اته کارکوونکي وژل شوي دي.
د کندهار ولایت امنیه قوماندان تادین خان ویلي، دغه ځانمرګي بریدونه له چاودېدونکو توکو ډک زغروال هاموې موټرو په وسیله شوي دي.
ښاغلي تادین خان که څه هم د افغان ځواکونو مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي، خو د کندهار د ټاکنو کمېسیون مشر هاشم دراني منلې چې په چاودنو کې د ټاکنو ولایتي کمېسیون اته کارکوونکي وژل شوي دي.
طالبانو د برید پړه منلې او ادعا یې کړې ده چې د معروف ولسوالۍ ودانۍ یې نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي چې مرستندویه ځواکونه معروف ولسوالۍ ته رسېدلي او هتله اوس وضعیت کابو شوی دی.