د رسنیو د راپور له مخې د پاکستان د کابینې د پرېکړې له مخې به د افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۲۰ میلادي کال په جون میاشت کې پای ته ورسېږي.
دغه پرېکړه داسې مهال کېږي چې ولسمشر غني پنجشنبې په دوه ورځني سفر پاکستان ته سفر وکړ او د لومړي وزیر عمران خان په ګډون یې له نورو لوړپوړو چارواکو او سیاسي مشرانو سره وکتل.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې پاکستان کې کابو ۱،۴ میلیونه ثبت شوي افغان کډوالو مېشت دي چې ۲۱۰ کورنۍ جوړوي.
د معلوماتو له مخې له ۲۰۰۲ کاله راهیسې ۴،۳ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستون شوي دي.