• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبانو کندهار او بغلان کې ۴۳ سرتېري وژلي

admin by admin
2019/06/29

د بغلان ولایتي شورا وایي چې جمعه شپه طالبانو په نهرین ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه کړي دي.

د ولایتي شورا یو غړي ویلي، په دغو بریدونو کې د پاڅون کوونکو قوماندان صلاح الدین په ګډون ۲۷ پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

د بغلان سیمه ییز چارواکي یوازې برید تاییدوي خو په تړاو یې جزیات نه شریکوي.

طالبان وایي چې هلته یي ۲۸ پولیس وژلي ۱۲ یي ټپيان کړي او ۳ پوستې يي نیولي دي.

د بغلان ولایتي چارواکو په خبر نهرین ولسوالۍ ډېری د طالبانو او ځايي ملیشو په ولکه کې ده.

له دې سره د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته کې  ۱۶ سرحدي سرتیري  وژل  شوي.

دغه جګړه د جمعې په شپه د تخته پل ولسوالۍ په مېل سیمه کې شوې ده.

مېل سیمه د سپين بولدک ولسوالۍ لارې ته نږدې پرته ده.

دسرحدي ځواکونو يوې امنيتي سرچينې ویلي، جګړه د شپې ناوخته پیل او تر ډېره يې دوام وکړ.

د مالوماتو له مخې په دې برید کې ۱۶ سرحدي سرتیري  وژل شوي او د هغوی یو هاموې ټانګ هم وسله والو له ځان سره بېلولی دی.

د سرچینې په وینا، په برید  کې وسله والو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر يې یاد نه کړ.

 طالبانو ادعا کړې، چي په دې برید کې د دوی یوازې یو ملګری وژل شوی، خو شل سرحدي سرتیري يې وژلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ترک دولتونو سازمان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی
افغانستان

مې 25, 2025
د مخابراتو وزارت سرپرست تاشکند کې درې اړخیزه ناسته کې  ګډون کړی

 د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د حساب ورکولو بهیر پیل کوي

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

مې 24, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist