Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د طالبانو او امریکايي چارواکو خبرې نن پيلېږي

admin by admin
2019/06/29

نن شنبه په قطر کې طالبان او امریکایان د سولې په تړاو اووم پړاو خبرې پیلوي.

ویل کېږي د قطر په اووم پړاو خبرو کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو سر بېره د سولې له تړون وروسته د راتلونکي حکومت پر څرنګوالي هم بحث کیږي.

ظاهراً داسې ښکاري چې دواړه لوري دا ځل د خبرو میز ته له پوره چمتوالي سره راغلي، ځکه طالب استازو او زلمي خلیلزاد د سیمې یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي او دواړه لوري له ډیر څه سره راغلي دي.

له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او طالبانو له اړخه امریکا ته ډاډ ورکول د اووم پړاو خبرو ښکاره ټکي دي.

ها خوا امریکايي چارواکو ویلي، افغانستان کې د امنیتي ننګونو سره سره د سولې په برخه کې فرصت لري.

کابل ته د سفر پر مهال د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هیله څرګنده کړې وه چې ګنې له طالبانو سره به د سپټمبر میاشتې دمخه د سولې هوکړې ته ورسېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد شمشاد ته ویلي، که امریکا د ځواکونو اېستل ومني، دا امکان شته چې طالبان له امریکا سره د سپټمبر میاشتې دمخه د سولې هوکړې ته ورسېږي.

له دې سره افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې په بروکسل کې ویلي، افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره فرصت کم پاتې دی او هیله ‌مند دی چې د روان کال د سپټمبر میاشتې له پیل مخکې به له طالبانو سره د سولې یوه هوکړه وشي.

نیکولاس کې ویلي، یوازې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پامپیو نه ‌دی چې وايي هیله مند دی، د سپټمبر میاشتې له پیل مخکې به د سولې هوکړه ترلاسه شي، بلکې په وینا یې دی له هر افغان همدا خبره اوري او دا یوه ګډه هیله ده.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره سه شنبه کابل ته د خپل سفر پرمهال هیله ښکاره کړه چې د سپټمبر میاشتې له پیل مخکې به له طالبانو سره د سولې یوه موافقه وشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist