افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت نن چهارشنبه د یوې خبر پاڼې په خپرول لیکلي ، وژل شوي سرتیري امریکایان دي خو د پېښې کره وخت او ځای یې نه دی په ډاګه کړی.
دغه پېښه داسې مهال ترسره کېږي چې د سې شنبې په ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راغلی او له لوړپوړو افغان چاراکو سره یې ولیدل.
پامپیو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې هېواد یې چمتو دی خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.
له دې سره ټاکل شوې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې شنبې په قطر کې پیل شي.