د ماشومانو د ګوزڼ د لسو پېښو تر ثبت وروسته د روغتیا وزارت خبرداری ورکړی که طالبان د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین ته اجازه ورنه کړي ښایي د دغې ناروغۍ پېښې ډېرې شي.
په تېرو پنځو ورځو کې د پولیو دوې پېښي د اورزګان مرکز ترینکوټ کې ثبت شوې دي چې له دې سره په روان ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ شمېر لسو ته لوړ شوی دی.
یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان په ناارامه ولایتونو کې ۸۰۰ زره کوچنیان د ګوزڼ ضد واکسین نه پاتې شوي دي.
طالبانو څه باندې درې میاشتې کېږي چې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین یې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې بند کړی.
دغه ډله وایي تر هغه چې د دوی اندېښنو ته د روغتیا نړیوال سازمان ځواب نه وي ویلی پرېکړه به یې پرځای پاتې وي.
یونیسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق د ګوزڼ تازه پېښې د اندېښنې وړ او د افغانستان د ناامنه سیمو کوچنیانو ته یې د خطر زنګ یادوي.