د ولسي جرګې شخړه شپږ دېرشمې ورځې ته وغځېده.
ټاکل شوی سبا دوشنبه د ولسي جرګې د ریاست ځوکۍ لپاره د نویو نوماندانو تر منځ ټاکنې وشي خو په ورته وخت کې د میر رحمان رحمانی پلویان بیا ټینکار په دې لري چې ستونزه حل شوې او هیڅوک نه شي کولی له سره ټاکنې وکړي.
د ولسي جرګې د ریاست پر سر جوړ شوی جنجال شپږ دېرشمې ورځې ته وغځید.
یو شمیر وکیلان ولسي جرګه کې روان کرکیچ ته په اشارې وایي دغه وضعیت د ولسي جرګې معنوي حیثیت زیانمن کړی دی.
بلخوا معترضو نوماندانو خبرداری ورکړی، که په یوې اونۍ کې د ولسي جرګې کړکېچونه پای ته ونه رسېږي، پر وړاندې به یې موازي پارلمان جوړ شي.
معترض نوماندان وايي، د ولسي جرګې غړو د افغانانو تر منځ ژبني او قومي تعصبات پيدا کړي او ملي ګټې یې زیانمنې کړي دي.
نوماندانو حکومت ته خبر داری ورکړ، که د ولسمشریزو ټاکنو د شفافیت تضمین ور نه کړي پر وړاندې به یې ودرېږي.