نن په پاکستان کې د افغان سولې په تړاو غونډه روانه ده .
نن پاکستان کې د افغان سیاستوالو په ګډون د سولې په نوم کنفرانس جوړ شوی دی.
دې ناستې ته له ۳۰ زیات افغان سیاستوال غوښتل شوي.
که څه هم تر اوسه طالبانو په رسمي ډول دې ناسته کې د ګډون په تړاو څه نه دي ویلي، خو د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ښايي په ناسته کې یو شمېر طالب استازي هم ګډون وکړي.
مخکیني ولسمشر حامد کرزي ویلي، په دې ناسته کې ځکه ګډون نه کوي چې د مشورې لپاره یې کافي وخت نه درلود.
انجنير ګلبدین حكمتيار، عطا محمد نور، حاجي محمد محقق، سيد حامد ګيلاني، حاجي دين محمد، اسماعیل خان او يو شمېر نور سياستوالو په دې غونډه كې ګډون کړی دی.
د افغان سولې برخه کې د پاکستان پر رول له نیوکو سره سره دغه کنفرانس د پاکستان مري ته نږدې په برنان سیمه کې جوړ شوی.
داسې هم ویل کېږي چې افغان حکومت او امریکا هڅه کوي طالبان دې ته چمتو کړي چې په پاکستان کې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني، خو طالبانو دغه موضوع رد کړې ده.