طالبانو چین ته دخپل پلاوي سفر ګتور یاد کړی دی.
د طالبانو سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له شریعیت غږ راډیو سره په مرکه کې ویلي چې د ملا برادر په په مشرۍ تللي ۱۳ کسیز پلاوي له لوړ پوړو چینایي چارواکو سره لېدلي دي.
حنفي ویلي چې په دغه سفر کې یي له چینایي چارواکو سره پر افغان سولې او افغانستان کې د چین پر اقتصادي پروژو ګټور بحث درلود .
دغه طالب چارواکي ويلي چې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا،له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو او نړۍ ته له افغانستان د ګواښ نه پېښولو په تړاو خبرې شوي.
حنفي منلې چې پلاوي د سیمې ګڼ شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي دي.