Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد د افغان سولې خبرو لپاره یوځل بیا قطر ته ولاړ

admin by admin
2019/06/22

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د اووم پړاو خبرو لپاره بیا قطر ته تللی.

له دې سره ویل کېږي، خليلزاد په قطر كې له طالبانو سره غير رسمي ناستې هم كړي او له دې ناستو خوښ هم دى، خو جزیات یې نه دي ورکړل شوي.

سرچینو ویلي، خلیلزاد به په اووم پړاو خبرو کې طالبانو سره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او له افغان خاورې نورو ته د خطر نه پېښېدو په تړاو خبرې وکړي.

په داسې حال کې چې د سولې اووم پړاو خبرو لپاره تمې زیاتې شوي دي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د سولې د خبرو اووم پړاو اجنډا کې کوم بدلون نه دی راغلی.

تر دې وړاندې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي و، چې امریکا منلې له افغانستان خپل پوځونه وباسي، خو زلمي خلیلزاد دغه موضوع رد کړې وه او زیاته کړې یې وه چې امریکا له طالبانو سره د یوه جامع تړون په لټه کې ده.

د اووم پړاو خبرو له پیل وړاندې د وسله والو طالبانو استازو او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سیمې څو هیوادونو ته هم سفرونه وکړل.

له دې سره نن شنبه پاکستان کې د افغان سیاستوالو په ګډون د سولې په نوم کنفرانس جوړ شي.

دې ناستې ته له ۳۰ زیات افغان سیاستوال غوښتل شوي.

که څه هم تر اوسه طالبانو په رسمي ډول دې ناسته کې د ګډون په تړاو څه نه دي ویلي، خو د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ښايي په ناسته کې یو شمېر طالب استازي هم ګډون وکړي.

مخکیني ولسمشر حامد کرزي ویلي، په دې ناسته کې ځکه ګډون نه کوي چې د مشورې لپاره یې کافي وخت نه درلود.

انجنير ګلبدین حكمتيار، عطا محمد نور، حاجي محمد محقق، سيد حامد ګيلاني، حاجي دين محمد، اسماعیل خان او يو شمېر نور سياستوال به په دې غونډه كې ګډون وكړي.

د افغان سولې برخه کې د پاکستان پر رول له نیوکو سره سره دغه کنفرانس د پاکستان مري ته نږدې په برنان سیمه کې جوړېږي.

داسې هم ویل کېږي چې افغان حکومت او امریکا هڅه کوي طالبان دې ته چمتو کړي چې په پاکستان کې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني، خو طالبانو دغه موضوع رد کړې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist