د طالبانو یو شمیر جنګي قومندانان له خپلو مشرانو لاره بیلوي.
د طالبانو یو شمیر جنګي قوماندانانو د خپل مشرتابه پر ضد ټوپک پورته کړی دی او خپله لاره یې بدله کړې ده.
د هلمند ولایت د طالبانو د څوارلس ډلګیو یو قوماندان چې په یو ویډیو ګې د خپلو پخوانیو کړنو کیسه هم کوي وايي له دې امله یې له اسلامي امارت لاره جلا کړه، چې د دوی قربانۍ، زحمتونه، تکلیفونه او مرګ ژوبلې په پام کې نه نیسي .
دا قوماندان وايي مشران یې له روسیه چین ایران او پاکستان سره د دوی پر سر معاملې کوي. هغه وايي هره ورځ له شلو تر دېرشو پورې طالبان له ده سره یو ځای کیږي او له تحریک لار جلا کوي.
قومندان کرامت داسې ویلي (( زه د نظامي مسوولینو په نمایندګۍ دا خبره کومه، دا چې ما سره و لاړ دی د هلمند د مارجې ولسوالۍ دی د مارجې ټول خلک او ولسونه یې تر شا ولاړ دي او اوس راغلی موږ سره یو ځای شوي دي.))
د طالبانو دا قوماندان چې په هلمند کې یې ډله د کرامت ډلې په نوم مشهور و وايي له پخوانیو ملګرو سره یې جګړه اعلان کړې ده.
کرامت داسې وايي (( زه چې راغلی یم دلته دا دویم ځل دی چې ما د دوی په قرارګاه بریدونه کړي دي زما مبایل کې د دوی د مړو ویډیوګانې شته دی، پریږدم یې نه د غره تر سره ورسره جنګیږم تر څو تسلیم شوي نه وي راته.))
د دې بیلې شوې ډلې یو بل مشر چې دا هم د هلمند دی پر خپلو مشرانو لا تُندې نیوکې لري او وايي د جهاد ثمره دا نه ده چې مشران یې په روسیه کې کښیني.
ولسوال قوماندان داسې وايي (( پام کوئ وروڼو چې په دې تېرنوځئ دا اوس ټولو ته مالومه شوه چې د دوی سرچشمه له کومه ځایه را ولاړه شوې ده، تاسو وینئ چې دلته موږ د ایران او روسانو ساخت وسلې په غنیمت نیولې دي، مجاهدین له اوله تر اوسه د دوی پر ضد جنګیږي او جنګ به مو ورسره روان وي، دا چې ځان ته طالب وايي اوس وګورئ د روسانو بربنډو ښځو سره په څنګ کې ناست دي ایا جهاد او مجاهدین دا رقم وي دا د دوی پروپاګند او خوشې خبرې دي پام مو وي چې د دوی په خبرو خطا نه شئ.))
د طالبانو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد سره مو دا خبره شریکه کړه هغه داسې وویل (( دا خبره بلکل دروغ او د دښمن پروپاګند دی، موږ یې په کلکه ردوو.))
په دې وروستیو کې له طالبانو سره په غزني ، فراه کندز او یو شمیر نوروولایتونو کې سختې جګړې او هوايي بریدونه تر سره شول، چې حکومت په کې مقابل لور ته د زیاتې مرګ ژوبلې ادعا کوي.
له دې وړاندې د طالبانو په منځ کې د مشرتابه پر سر هم ځینې کسان له دې ډلې بیل شول او د طالبانو د اسلامي امارت عالي شورا په نوم ډله یې رامنځ ته کړې وه .