ایران غواړي په هرات ولایت کې د خپل هېواد فرهنګي او کلتوري دفتر پرانیزي.
کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي د بهرینو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني سره کتلي او په یاده موضوع یې خبرې کړي دي.
د ایران سفیر ویلي، هېواد یې له ثریا دلیل ملاتړ کوي چې افغان حکومت د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت دفتر د مرستیالۍ دندې لپاره نومانده کړې ده.
خو له دې سره غوښتنه کوي چې افغان حکومت دې له دوی سره همکاري وکړي چې په هرات ولایت کې د خپلو فرهنګي او کلتوري چارو د پرمختګ لپاره دفتر جوړوي.
صلاح الدین رباني د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او ښو اړیکو پر دوام ټینګار کړی.