Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار کې د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

admin by admin
2019/06/19

د ځنګلونو پرې کولو مخنیوي کې پر مسوولینو نیوکې زیاتې شوي.

ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې نړۍ واله ورځ لمانځل شوې؛ خو خلک د چاپېریال ساتنې مسوولین د ځنګلونو د پرې کولو په مخنیوي کې پاتې او له قاچاقبرو سره یې شریک بولي.

خو د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولینو د ځنګلونو د له منځه تللو لامل کورني جنګونه وبلل. 

د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې بیا د ځنګلونو د پرې کېدا په مخنیوي کې پر ولسونو سربېره له امنیتي ځواکونو د همکارۍ غوښتنه کړې. 

دوی وايي، یو شمېر کړۍ شته، چې د ځنګلونو په پرې کولو کې لاس لري او څوک یې د مخنیوي نه شته. 

د ننګرهار د چاپېریال ساتنې اداره بیا په دغه ولایت کې د ځنګلونو د پرې کېدلو لامل کورنۍ جګړې بولي او په خبره یې لا هم دا لړۍ روانه ده. 

د چاپېریال ساتنې عمومي رئیس شاه زمان میوند، د ځنګلونو د پرې کولو د مخنیوي په برخه کې له ولس او امنیتي ادارو د همکارۍ غوښتنه کوي.

د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې له لوري د ننګرهار چاپېریال ساتنې ادارې ته د سل زره امریکايي ډالرو په لګښت یو شمېر وسایل هم ورکړل شول؛ ترڅو ترې د هوا د ککړتیا اندازه مالومه کړي. 

د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې تخنیکي انجینر عزت الله صدیقي داسې وویل (( دا تجهیزات شپږ پایې دي چې د هوا په ککړتیا کې څلور ګازونه اندازه ښيی او پاتې نور یې لابراتواري تجهیزات دي، دا ابتدايي وسایل دي موږ غواړو چې په دې برخه کې نورې اسانتیاوې او مهم وسایل ولرو.))

د خلکو په باور د چاپېریال ساتنې اداره تر اوسه نه ده توانېدلې او که دا لړۍ همداسې روانه وي؛ ښايي ننګرهار د چاپېریال له اړخه له قوي بدبختۍ سره مخامخ شي، چې بیا به یې جبران سخت وي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist