د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي چې هېواد یې له طالبانو سره د سولې یوه جامع هوکړه غواړي نه د سرتېرو د اېستلو هوکړه.
خلیلزاد ویلي، (( څرنګه چې موږ له طالبانو سره د سولې خبرو بل پړاو لپاره چمتووالی نیسو، دا باید په یاد ولرو چې موږ د سولې یوه جامع هوکړه غواړو نه د سرتېرو د اېستلو هوکړه.))
د طالبانو او امریکایي چارواکو ترمنځ د سولې له خبرو میاشتې تېرېږي خو تراوسه دواړو خواوو د سولې خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.
د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین وایي، )) کله دا پوښتنه کیږي چې په مذاکراتو کې څه پرمختګ شوی، نوپه مذاکراتو کې امریکا منلې چې خپلې ټولې قواوې به باسي او په راتلونکې کې به په افغانستان کې هیڅ ډول مداخله نه کوي، نو دا یو ښه پرمختګ دی.))
خلیلزاد ویلي، (( د سولې یوه جامع هوکړه له څلورو برخو جوړه ده، له ترهګرۍ سره مبارزه، د سرتېرو وتل، بین الافغاني خبرې چې د سیاسي هوکړې لامل شي او یوه جامع او تلپاتی اوربند. دا هغه هوکړې دي چې طالبانو منلي.))