Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سیاسي جوړ جاړی کولی شي افغانستان ته سوله راولي

admin by admin
2019/06/14

امریکا اوس په دې کار کوي، چې افغانستان کې جګړه ختمه او د سیاسي جوړجاړي یوه لار رامنځته کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی په دې کار کوي چې څنګه افغانستان کې جګړه ختمه او د سیاسي جوړجاړي لار ترسیم کړي.

د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز ویلي له افغانستان سره د امریکا مرستې د سپین چک په معنا نه دي، باید حساب او کتاب یې معلوم وي.

په دې اړه کابل کې تحلیل دادی چې امریکا د سولې په خبرو کې ماته خوړلې خو غواړي چې طالبان د سیاسي مشارکت پراساس له جګړه ییز دریځ راوګرځوي.

په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې په درېدلې حال کې دي، خو د سولې لپاره فرعي هڅې بیا روانې دي.

امریکا چې افغانستان کې له ټاکنو وړاندې سولې ته رسېدل هدف ټاکلی و، داسې ښکاري چې طالبانو سره د خبرو پایله ناکامه ده.

اوس چې ټاکنې د سولې مخکې شوي امریکا باور لري چې سوله افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي له امله شونې ده.

د جنوبي اسیا لپاره دامریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس ویلز داسې ویلي (( اوس د امریکا پام په دې دی چې څنګه افغانستان کې جګړه ختمه شي او د سیاسي جوړجاړي یوه لاره رامنځ ته شي، له افغانستان سره د امریکا مرستې د سپین چک په معنا نه دي، باید حساب او کتاب معلوم وي او افغان حکومت باید لازم اصلاحات راولي، که افغانستان کې جګړه ختمه شي یا امریکا له افغانستان وځي، بیا هم امریکا غواړي چې له افغانستان سره ښیې اړیکې ولري.))

امریکا ، روسیه ،چین او د سیمې ډېر هغه هېوادونه چې افغانستان کې په یو ډول ښکیل دي ظاهراً یې د سولې لپاره هممهاله فعالیتونه پیل کړي خو تاوتریخوالی په خپل اوج کې ده.

له دې سره یو ځای امریکا په پاکستان غږ کړی چې خپله خاوره کې د وسلوالو پرضد مبارزه چټکه کړي.

امریکا باور لري چې د افغانستان له سولې پاکستان زیاته ګټه ترلاسه کولی شي او د ترهګرو ډلو خلاف مبارزه د سیمې امنیت لپاره اړینه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو داسې ویلي (( په سیمه کې له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان د ملاتړ په تړاو مو سخت دریځ نیولی دی.))

د طالبانو له ګواښ سربېره د القاعده بیا سر راښکاره کول او د داعش په اړه د لوړ پوړو امریکايي چارواکو څرګندونې له جدي اندېښنو دي چې ښايي د سولې په اړه هڅې له ننګونو سره مخ کړي.

تازه لانګ وار ژورنال ویبپانې د هند د لویې وچې لپاره د عاصم عمر په نامه د القاعده شبکې پخواني مشر نقل قول راخیستی چې امریکا یې  له پرمختللې ټکنالوژۍ سره د طالبانو په وړاندې ماته ګڼلې.

القاعده شبکې افغانستان کې د امریکا خلاف جګړه کې د طالبانو د مبارزې ستاینه کړې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو
افغانستان

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist