پولیسو د فوټبال فدراسیون د مخکني مشر کرام الدین کریم د نیولو هڅې پيل کړي.
د لوی څارنوالۍ له امر وروسته کورنیو چارو وزارت د کرام الدین کریم د نیول کیدو هڅې پيل کړی.
د فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم په جنسي ځورونه د نړیوال فدراسیون له لوري نغدي جریمه شوی او لوی څارنوالۍ یې د نیول کیدو امر ورکړی، خو تراوسه د کریم ځای نه دی مشخص شوی.
له دې سره یو ځای کابل کې د امریکا سفارت د فوټبال نړیوال فدراسیون د پریکړې هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې چې باید ښځو ته مصوون چاپيریال رامنځ ته شي.
د فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم د ښځینه فوټبالرانو په جنسي ځورونې تورن دی د لویې څارنوالۍ له لورې یې د نیولو حکم صادر شوی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي د کرام الدین کریم د نیولو حکم وزارت ته رسیدلی او ډير ژر به د امنیتي ځواکونو له لورې ونیول وشي.
له دې سره کابل کې د امریکا سفیر د کرام الدین کریم په تړاو د نړیوال فدراسیون پریکړه ستایلې چې هغه یې یو میلیون ډالر جریمه کړی او له افغان حکومت یې غوښتي چې دا قضیه جدي وڅېړي.
کابل کې د امریکا سفیر داسې ویلي (( زه د کرام الدین کریم په تړاو د فیفا پریکړه ستایم د قضیې په اړه باید څېړنه وشي، دولتي ادارو کې د ښځو څخه د ملاتړ تر څنګ باید له تبعیض او بدلمنۍ پاک ډاډمنه کاري زمینه هم برابره شي))
له دې سره یو ځای کورنیو چارو وزارت وایي، د هغو کسانو له ډلې یې نوي سلنه کسان نیولي چې مجرم پيژندل شوي و او لستونه یې خپاره شوي و.
بلخوا د نړیوال فوټبال چارو سمبالونکې ادارې (فیفا) د افغانستان فوټبال فدراسیون پر پخواني مشر کرام الدین کریم د ښځینه لوبغاړو جنسي ځورونې له کبله د ټول عمر لپاره بندیز لګولی او له یو میلیونه زیات ډالر یې جریمه کړی دی.