فیفا يا د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر څه باندې یو میلیون ډالر جریمه کړی دی. فیفا همداراز پر کریم د ټول عمر لپاره بندیز لګولی دی.
د فیفا د بندیزونو له مخې به ښاغلی کریم وروسته له دې د ټول عمر لپاره د دې اجازه و نه لري چې د سپورټ اړوند فعالیتونو کې برخه واخلي.
پر کرامالدین کريم د افغان فوټبال د نجونو د ملي ټیم پنځو غړو تور پورې کړی چې له ٢٠١٣ تر ٢٠١٨ کاله يې پر هغوی مکرر جنسي زورونه کړې او نامشروع غوښتنې یې درلودې.
که څه هم کرامالدین کریم په ځان لګېدلي تورونه رد کړي، خو فیفا وایي، کرامالدين کريم به څه د پاسه يو ميليون ډالر جريمه ورکوي او له ټولو فوټبالي فعالیتونو به هم محروم وي.
د فیفا دغه اقدام داسې مهال کېږي چې د افغانستان د لویې څارنوالۍ ځینې څارانوالان لا هم اروپا کې د قضیې پر څېړنې بوخت دي.