د جنايي پیښو په تړاو د کابل ښاریانو شکایتونه اوج ته رسېدلي دي.
کابیل کې په یوې تازه جنايي پېښه کې له یوې زړې میرمنې سر غوڅ شوی چې څه موده وړاندې یې زوی هم وژل شوی و.
د جنايي جرمونو د زیاتیدو له ډاره کاروبارونه ټکني شوي او ښار کې ژوند له ډار سره مل دی.
کورنیو چارو وزارت بیا وایي، په لوړه کچه د مجرمینو نیول کیدل یې پيل کړي او دا اقدام خود به خوده وړو مجرمینو باندې اغیز لري چې د جنایي جرمونو ګراف راټیټ شي.
د کابل ښار ډيرې برخې اوس له جنایي جرمونو خوندي نه دي، خلک د سر او مال له زیان سره مخ دي.
اوس له وسله والو بریدونو جنايي پیښې ډیرې خطرناکې شوي او ځینو پېښو کې خلک ژوند هم له لاسه ورکوي.
ددغې زړې میرمنې زوی هم څه موده وړاندې وژل کیږي او له دې نن نامعلومو کسانو په خپل کور کې سر غوڅ کړی.
پولیس لا هم څیړنې کوي خو کورنیو چارو وزارت یې په اړه ان له جزیاتو خبر نه دی.
بل لور ته د کورنیو چارو وزارت په لوړه کچه د جنايي ګروپونو په نښه کول پلمه کوي چې فشار یې بیا کوچنيو ګروپونو ته رسیږي.
د کابل اوسیدونکو دغه اندیښنې ورځ تر بلې زیاتیږي او په تمه دي چې جنایي جرمونو ګراف به راټیټ شي. ویره دا ده چې که دغه پیښې همداسې دوام وکړي خلکو ته به له خپلو کورونو وتل او کار روزګار ته رسېدل ډير سخت شي.