Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په بند محکوم، ضیا یفتلي لاهم ازاد ګرځي

admin by admin
2019/06/01

.د ضیا یفتلي په تړاو ولسي جرګه د څارنوالۍ مکتوب نه ځوابوي

ولسي جرګې د څارنوالۍ هغه مکتوب ته لا هم ځواب نه دی ویلی چې د ضیا یفتلي د جرم په تور یې ورلیږلی و.

ضیا یفتلي محکمې د فساد په تور شپږ میاشتې بند باندې محکوم کړی، خو د جرګې فعال غړی دی او حاضر نه دی چې زندان ته لاړ شي.

ولسي جرګه بیا وایي، تر هغې به د څارنوالۍ د مکتوب ځواب ور نه کړي، تر څو چې پلاوی نه وي ټاکل شوي.

د اداري فساد پرضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز په اسنادو او شواهدو ځينې چارواکي محاکمه کړي، د بند سزا یې ورته اورولې، خو دا چې قوي ملاتړي لري، پولیس نه دي توانیدلي چې زندان ته یې واچوي.

ضیا یفتلي چې اوس د ولسي جرګې غړی دی، دفاع وزارت کې یې د اوه نورو کسانو سره ۱۷ میلیونه افغانۍ فساد کړی و، په شپږ میاشتې بند محکوم شوی، خو ازاد ګرځي.

لوی څارنوالۍ ولسي جرګې ته مکتوب لیږلی، خو دا چې د جرګې ریس او اداري پلاوی نه دي ټاکل شوي، د مکتوب ځواب نه شي ورکولی. 

د کورنیو چارو وزارت مسوولیت لري چې دا ډول کسان ونیسي او زندان ته یې واچوي، خو دا چې له دې قضیو کلونه تیریږي، کورنیو چارو وزارت وایي، اړونده ادارو ته مکتوبونه نه دي رسیدلي، ځکه دا کار ځنډنی دی.

یوسف نورستانی اوس د مشرانو جرګې غړی دی، هرات کې یې د ولایت پرمهال فساد کړی و، څو ورځې وړاندې به بند محکوم شو، خو نه دی بندي شوی.

په دې تړاو باندې مشرانو جرګه خبرو کولو ته نه حاضر کیږي٬ چې یوسف نورستانی يې ولي څارنوالۍ ته نه دی معرفي کړی.

په پارلماني چارو کي د دولت وزارت بیا یوازې ځان ته د هماهنګ کوونکي نوم ورکوي او دې قضیو کې نه صلاحیت لري او نه پرې کار لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې
افغانستان

فبروري 1, 2026
له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist