د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېواد یې چمتو دی د افغان سولې پروسې په تړاو همکاریو ته دوام ورکړي.
خلیلزاد همداراز د افغان ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له لیدنې هرکلی کړی دی.
خلیلزاد ویلي، د افغانستان او پاکستان اړیکې د سیمې پرمختګ او اتصال کې مهمه ونډه لوبولای شي.
ولسمشر غني جمعه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، امنیت او د تروریزم سره د مبارزې په تړاو بحث کړی و.
په لیدنه کې عمران خان یو ځل بیا د باثباته افغانستان لپاره خپله ژمنه تازه کړې او ویلي یې دي، چې د سولې پروسه او د تروریزم سره مبارزه کې به همکاریو ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې، چې ولسمشر غني له اختر وروسته اسلام اباد ته سفر وکړي او له عمران خان سره په یادو موضوعاتو مفصل بحث وکړي.