Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابینه کې په وروستیو بدلونونو د عبدالله عبدالله نیوکې!

admin by admin
2019/05/27

عبدالله عبدالله کابینه کې وروستي بدلونونه سیاسي پرېکړه یادوي.

اجرايه رياست کابينه کې وروستي بدلونونه سياسي پرېکړه یادوي چې کمپایني بڼه لري.

د ملي يووالي حکومت اجرايه مشر عبدالله عبدالله وايي، کابينه کې وروستي بدلونونه يوه سياسي پرېکړه ده، چې خلکو او د ولسمشرۍ نوماندانو ته يې سوال پيدا کړی.

اجرايه رياست اندیښنه لري چې په راتلونکو څلورو مياشتو کې نوي وزيران نه شي کولی خپلې چارې په سمه توګه تر سره کړي.

د ملي يووالي حکومت اجرايه رياست وايي، د ولسمشر غني لخوا وروستۍ ټاکنې سياسي بڼه لري، چې ملت او نوماندانو سره یې پوښتنې پيدا کړي دي.

عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا غونډه کې ویلي، د اجرايه رئيس په توګه شرمېږي، چې د وزيرانو په کچه ادلون بدلون کې هېڅ خبر نه ورکول کېږي.

عبدالله عبدالله وویل (( ما واقعاً د حکومت د اجرایه رییس په توګه خجالت وویست، چې د یو وزیر دنده پای ته رسېدلې وه له ما یې پوښتنه وکړه، چې تاسو په جریان کې یاست ما ورته وویل نه. زه بیخي خبر نه یم.)) 

عبدالله عبدالله وايي، د ټولنيزو رسنيو له لارې خبرېږي، چې وزير منفک شوی او د بل حکم ورکړل شوی دی.

هغه داسې وویل (( یو ورځ دوه ورځې اوازه وي، خو ګورې چې په ټولنیزو رسنیو کې حکم خپور شي، د دنیا په کوم ځای کې دا دود دی چې د کار اجرا په دې شکل وشي، متاسفانه دا هغه څه دي، چې زه نه غواړم خو بیا هم همداسې کیږي.))

اجرايه رياست وايي، روان حالت ته کتو د خدماتو وړاندې کول بايد ټکني نشي او انکشافي پروژې دې په دوامداره توګه پر مخ ولاړې شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist