د کابل ښار د دوهمې ناحیې اړوند پروان دو سیمه کې د حج او اوقافو وزارت د کارکوونکو پر کاسټر موټر مقناطیسي ماین چاودنه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار وايي، تر اوسه دوه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت چارواکو بیا ویلي، چاودنه کې لس تنه ټپیان شوي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.
دغه چاودنه داسې مهال کېږي چې د جمعې په ورځ هم د کابل ښار په نهمه ناحیه کې په یو جومات کې چاودنه وشوه چې دوه تنه یې ووژل او اوولس نور يې ټپيان کړل.