وسله والو کسانو په کابل ښار کې د یوې کورنۍ اوه غړي وژلي او دوه یې ټپيان کړي دي.
دا پېښه د یکشنبه په شپه د جمال مېنې یا کارته سخې سیمه کې شوې ده. د کابل پولیس وايي، په وژل شویو کې دوه ماشومان ،درې ښځې او دوه هم نارینه دي.
د دوو ټپيانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی. لومړنۍ څېړنې ښيي چې پېښه د ځمکې پر سر د جنجال له امله شوې ده.
پولیسو په دې تړاو څوک نه دي نیولي خو پلټنې یي پيل کړي دي.