Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روسیه کې د کابل او مسکو د اړیکو سلمه کلیزه نمانځل کیږي

admin by admin
2019/05/27

سبا به روسیه د کابل او مسکو د اړیکو سلمې کلیزې د نمانځلو کوربه وي.

له کابل څخه د سولې عالي شورا مشر د یو پلاوي په مشرۍ مسکو ته رسېدلی او د طالبانو له اړخه د ملا برادر په مشرۍ یو پلاوی برخه اخلي.

په یو وخت د طالبانو او افغان چارواکو وربللو پوښتنې راپورته کړي چې روسیه دا کلیزه د حکومتونو په کچه نمانځي او که د طالب او سیاسي مشرانو په کوربه توب.

له کابل او قطر څخه چارواکو ته بلنه ورکړل شوې چې د روسې او افغانستان ترمنځ د اړیکو سلمې کلیزې په نمانځغونډه کې برخه واخلي.

د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي د یو پلاوي په مشرۍ مسکو ته رسېدلی او د سولې عالي شورا تمه لري چې ګوندې طالبان او افغان حکومت ترمنځ به مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.

د سولې خبرو له پیل سره سم د کابل اړیکې له مسکو او بیا له امریکا سره په ښه حالات کې نه ښکاري چې د ځینو مسایلو پرسر خو بیا د واشنګتن او کابل اړیکې په ناسم وضیعت ته تللي دي.

خو پوښتنه دا ده چې دا کلیزه د دوو حکومتونو او که د طالب او سیاسي مشرانو په کوربتوب نمانځل کېږي او ولې طالبان او پخواني مجاهدین دې ناستې ته وربلل شوي دي.

د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا  داسې وایي (( د روسیې لخوا د افغانستان او روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو سلمې کلیزې نمانځلو ته روسان خوشبینه دي او ځان مطرح کوي، خو په دې غونډه کې د مجاهدینو او طالبانو ګډون تاونانونه هم لري باید د خپل جهاد جواب  ووايي.))

بلخوا د ولسي جرګې غړي واقف حاکم داسې ویلي (( روسیه کولی شي د افغانستان سولې او ثبات کې همکاره و اوسي، دغه اقدام ښه ګڼم روسیه کولی شي د افغان سولې لپاره طالبان وهڅوي، خو روسیه باید دولتونو سره اړیکې وپالي نه د افرادو او ډلو سره.)) 

له نن څخه پوره سل کاله وړاندې د ازادۍ ګټونکي پاچا غازي امان الله خان په واکمنۍ کې له روسې سره هوکړه لاسلیک شوه چې روسې په افغانستان کې مهمې بنسټیزې پروژو پیل کړې دي.

روسیې مرستې له افغانستان سره وړیا وې، خو افغانستان باندې له یرغل وروسته دا اړیکې ښې نه وې.

د دفاع پخوانی وزیر  شاهنواز تڼی داسې وايي (( افغانستان زما په کفکر سره ضرورت لري د نړۍ تولو هیوادونو سره که هغه لیري وي یانږدې وي ښيې اړیکې ولري تر څو د افغانستان ستونزو کې مرستې و کړي او پر ځان بسیاء شي.))

ټاکل شوې د کابل او مسکو سلمې کلیزې په څنډه کې طالبان ، سیاسیون د سولې پرسر هم خبرې وکړي.

طالبانو له وړاندې ویلي چې د حکومت سره به خبرې نه کوي او په بین الافغاني ناسته کې د یو افغان لوري په توګه هرچا سره کېني.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist