• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پوځ له تعلیمي مرکز ۲۷۶۸ افسران او سرتیري فارغ شول

admin by admin
2019/05/27

.جنرالان به هم د اړتیا په صورت کې خپل سرتیري سره اوږه په اوږه وجنګیږي

کابل کې د پوځ له تعلمي مرکز نږدې درې زره افسران، بریدملان او سرتیري فارغ شول.

ملي دفاع وزارت وايي، جنرالان او د دفاع وزارت لوړ رتبه کسان به د سختۍ په مهال د خپلو افسرانو ترڅنګ وي او د دوی ترمنځ شته واټن به له منځه لاړ شي.

دفاع وزارت نږدې درې زره تازه فارغ شویو افسرانو، بریدملانو او سربازانو ته په خطاب کې خبرداری ورکړی، که د جګړې په مهال مو پښې ولړزېدې، ژوند له لاسه ورکوئ.

دفاع وزارت مني، چې د اردو په لیکو کې داسې خلک شته چې د نورو حقوق تر پښو لاندې کوي، خو ژمنه کوي چې مخه به یې ونیسي.

تازه د کابل پلچرخي له نظامي تعلیمي مرکز ۲۷۶۸ افسران، بریدملان او سربازان فارغ او د جګړې ډګر ته به واستول شي.

دفاع وزارت لومړي مرستیال محمد یاسین ضیاء فارغ شویو ته په خطاب کې وویل، ستاسو ایمان ستاسې غوره وسله ده او که د جګړې په مهال مو پښې ولړزېدې، وژل کېږئ.

محمد یاسین ضیاء د افغان ځواکونو جګړه برحقه او د دوی پر وړاندې جنګېدونکي کسان خوارج او باغیان وګڼل.

کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموریت باوري دی چې تر مسلکي زده کړو وروسته به افغان ځواکونه د جګړې په مهال بریالي وي.

کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموریت یو قوماندان تورچیک داسې وویل (( موږ له تاسو سره اوږه په اوږه ولاړ یوو، او د سولې برخه کې هم ستاسې ملاتړ کوو، باوري یم چې تر مسلکي زده کړو وروسته کولی شئ له خپلې خاورې ساتنه وکړئ.))

دغه فارغ شویو کسانو ۱۲ اوونۍ بیلا بیلې زده کړې کړي چې سیمه ییز ځواکونه هم په کې شته او وایي، په لوړ مرام به خپلې دندې ته دوام ورکوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي
افغانستان

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

مې 24, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي
افغانستان

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

مې 24, 2025
د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې
افغانستان

د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

مې 24, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

شاهین: هند او ایران پوه شوي چې اسلامي امارت د پاکستان تر نفوذ لاندې نه دی

مې 24, 2025
د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي
افغانستان

د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي

مې 24, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist