• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کورنیو ډېر نفوس فقر او بې وزلي زیاتوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/15

د بریټانیا اقتصاد پوه وایي، افغانستان کې جګړې د اقتصادي ودې مخنیوی کړی.

جګړې او بې ثباتۍ د اقتصاد د ودې او پر مختګ مخه نېولې.

د بريټانیا اقتصادي کارپوه نېکلس لي باور لري که افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي اقتصادي ودې ته زمینه برابریږي چې ورسره به د فقر کچه هم را ټيټه شي.

نوموړی د کورنیو ډېر نفوس یو له هغو لاملونو یادوي چې د اقتصاد د پراختیا بهیر ټکنی کوي او فقر زیاتوي.

د نړیوالې اقتصادي پراختیا برخه کې بريټانیوی اقتصاد پوه باور لري چې؛ افغانستان کې د جګړې پای اقتصادي ودې او د فقر له منځه وړلو ته لار پرانیزي.

هغه له خبریالانو سره په یوه ګډه ناسته کې د تېرو کلونو په پرتله افغانستان کې د صحت او زده کړو برخه کې لاسته راوړنې د پام وړ یادې کړې او د هېواد په بیلابیلو برخو کې د ظرفیت لوړنې لپاره یې د بريټانیا مرستې اغیزمنې وبللې.

بريټانیوی اقصاد پوه نېکلس لي داسې وویل (( دا هغه پرمختګونه دي چې افغانان یې له مخې روغتونونو ته لاس رسی لري. د هغه خلکو فیصدي چې د دوه ساعته په موده کې یې روغتونونو ته لاسرسی مونده له ۲۰۰۶م کال راهېسې له ۶۰ سلنو نه ۹۰ سلنو ته لوړه شوې ده.))

لي د زیږون پرمهال نه واټن او د کورنیو ډېر نفوس یو له هغو لاملونو یاد کړ چې د افغانستان په څېر هېوادونو کې یې فقر زیات کړی او د پرمختګونو مخه یې ډب کړې ده.

نوموړی باور لري که د کورنیو نفوس کڼټرول شي حکومت ته د خدمتونو وړاندې کول او ټولو وګړو ته رسیده ګي اسانه کیږي.

نېکلس لي وویل ((موږ اوس له نړۍ نه هم کره شواهد لرو چې کله نفوس چټکه وده وکړي؛ نو د پرمختګ اړخ ډېر سختېږي. پکار دا دی چې د زیږون پرمهال واټن رامنځ ته شي او کم نفوسه هېوادونه خدمات زیات وړاندې کولای شي))

د تازه ارقامو له مخې افغانستان کې له دوه پنځوس سلنې ډېر خلک د فقر کرښې لاندې ژوند کوي او تر څلور میلون ډېر د کار په شرایطو برابر افغانان بې روزګاره دي.

که څه هم حکومت د تېر کال په پرتله سږ کال اقتصادي وده ښه بولي خو عام افغانان له دغه بهیره راضي نه دي او فقر سره د مبارزې لپاره د حکومت له پالیسیو نا خوښ دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي
افغانستان

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې
افغانستان

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي
افغانستان

یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

مې 12, 2025
مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي
افغانستان

مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي

مې 11, 2025
افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې
افغانستان

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

مې 11, 2025

وروستي خبرونه

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist