Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشرۍ ته ۱۲ نوماندانو د سترې محکمې پرېکړه وغندله

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/14

ولسمشرۍ ته نوماندانو یو وار بیا د سرپرست حکومت غوښتنه وکړه.

که د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته ولسمشر غني د سرپرست په توګه خپل کار ته دوام ورکوي له نوماندۍ دې تېر شي.

د ولسمشریزو ټاکنو دولس ټاکنیزو ټيمونو ګډ کنفرانس کې یو ځل بیا د سترې محکمې هغه پریکړه وغندله چې د ولسمشر د واک موده یې غځولې ده.

دا ټیمونه وايي، که ولسمشر له واک لیرې نه شي او کار ته دوام ورکړي، د بدو عواقبو مسوولیت به یې هم په غاړه وي.

ارګ بیا د سترې محکمې پریکړه قانوني یادوي چې اساسي قانون یې تفسیر کړی او اشخاص او ګوندونه نه شي کولای دا پریکړې په خپل مسیر او خوښه تفسیر کړي.

ولسمشرۍ ته دولس ټاکنیزو ټیمونو یو ځل بیا د جوزا له لومړۍ نيټې وروسته د حکومت کاري موده ناقانونه وبلله او هغه پریکړه یې د قانون خلاف بللې چې سترې محکمې د ولسمشر واک پکې غځولی دی.

د سولې او اعتدال ټيم په ګډون یوولس ټیمونه د سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې په راس کې به یې ولسمشرۍ ته نوماند کس نه وي.

سرپرست حکومت سره ډير مخالفتونه هم شته چې لوی مشورتي جرګه يې هم یادونه شوې وه، ویره دا ده چې دا ډول حکومتونه افغانستان کې ښه پایله نه ورکوي، خو د سولې او اعتدال ټیم مشر وايي، سرپرست حکومت سره هیڅ ستونزه نه پيدا کیږي.

ارګ بیا د سترې محکمې پریکړه قانوني یادوي چې اساسي قانون یې تفسیر کړی او اشخاص او ګوندونه نه شي کولای دا پریکړې په خپل مسیر او خوښه تفسیر کړي.

د سرپرست حکومت طرحه وروسته له هغې راپورته شوه چې ټاکنې له خپلې ټاکلې مودې وځنډیدلي، اوس ځینې ټيمونه فکر کوي چې ولسمشر خپله نوماند دی او په واک پاتې کیدل یې یو ځل بیا د بري چانس ډيروي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist