• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د نړيوالو اړیکو اخلاق

admin by admin
2019/05/14

د نړیوالو اړیکو اخلاق | ندیم اشرف

 

 

له رنسانس مخکې د اخلاقو او سیاست تر منځ هیڅ مفهومي تفاوت نه بیانېده. او داسې بلل کېده لکه دا دوه مفهومونه چې یو له بل سره نږدې او یو په بل کې نغښتې اړیکې لري. خو د ماکیاول له له دورې راپه دې خوا چې هغه د سیاست د حوزې د جدا کولو لپاره هڅې وکړې، د همدې دوه مفهومونو تر منځ یووالي کمرنګه شو.

 

له دې وروسته داسې یوه پایله مالومه شوه چې سیاست په بشپړه توګه یوه غیري اخلاقي حوزه ده او د انسانانو تر منځ په سیاسي معادلاتو کې اخلاقي محدودیتونه نشته. نوی علم اوس داسې دی چې فلسفي او نورو اړخونو څخه نه هم متاثره کېږي او نه یې ماخذوي، اوس یوازې هغه څه لیدل کېږي چې په حقیقت کې دي او یا باید وي.

 

مونږ دلته تر ډېره په په انتقادي نظریو (نیوکګر) چې تر ډېره اخلاقي لیدلوری لري، نه غږېږو. تر ډېره د نړیوالو اړیکو د اصلي نظریو په ځانګړې توګه د ریالیزم نظریې چې له سخت دریځي سیاست متاثره دي او باور لري چې هر څه یوازې د ګټو په اساس دي او سیاستونه نا عادلانه دي؛ خبرې کوو. که تېر ته وګورو په سنتي ډول د سیاست او اخلاقو اړیکه د قانون او د اخلاقو د اړیکو په اساس په شک کې ده چې نه هم له یوه  مخه ردېږي او نه هم له یو مخه منل کېږي.

 

دا ځکه چې په دولت ـ ملت کې د قانون د پلي کولو په اساس اخلاق په پام کې نیول کېږي، خو بل پلو په دې برخه د ځينو د نظر خاوندانو ملاحظات او نیوکې شته چې دا امر تل او یو ډول نه وي. خو که چېرته د ریالیزم د نظریې په اساس نړیوال نظام انارشیک وبولو او د ملتونو تر منځ د اړیکو جوړښت د انارشۍ په اساس وګورو، نو په نړیوالو اړیکو کې تر ډېره د اخلاقو مفهوم تر پښو لاندې دی.

 

حقیقت دا دی چې د دولتونو تر منځ اړیکې په بشپړه توګه په قانون او نړیوالو حقوقو ولاړې ندي. ولې د ملتونو تر منځ اړیکې او اخلاق د نړیوالو اړیکو په اکاډيمکو بحثونو کې یو له جنجالي بحثونو دی.ریالیزم د دولتونو په سرحدونو باندې کلک ټینګار لري او اهمیت ورکوي، خو په نړیوالو مسائلو کې ارزښتونو ته هیڅ په احترام قایل ندي.

 

ریالیستان ټینګار کوي چې د دولت او ملي ګټو لپاره حتی باید له نړیوالو قراردادونو هم دولتونه تېر شي او تېرېږي. ریالیزم چې د انسانانو او دولتونو په یو طرفه اړیکو او ګټو باور لري، په دې معتقد دي چې د انسانانو تر منځ ټولنیزې اړیکې په ګټو ولاړې دي او که چېرته دا ګټې په ټکر کې راځي، یو یا هم بل طرف یا هم په زور او یا هم له کومې بلې طریقې هڅه کوي چې خپلو ګټو ته لاړ شي او تر لاسه یې کړي.

 

مهمه نده چې مقابل لوری یې څومره ګټه  ترلاسه کوي، بلکې هڅه کېږي چې د مقابل لوری برخه هم خپله ترلاسه کړي.

 

په همدې ډول په نړیوالو اړیکو او د دولتونو تر منځ په اړیکو کې هم ورته نظر لري او ټینګار کوي، حتی نور چلنجوي او پوهوي یې چې د نړیوالو ترمنځ اړیکې او ګټې دوه طرفه نه دي او اخلاقي بڼه نه لري. دوی وايي که چېرته د دولتونو تر منځ اړیکې په اخلاقو ولاړې وای او یا هم ارزښتونه په پام کې نیول کېدای، په نړیواله کچه به نه هم بې عدالتي وه او نه به هم د ګتو پر سر شخړې.

 

که څه هم د انتقادي مکتب پلویان او د انتقادي مکتب چې د څو نظریو پارادایم دی، په ریالیزم یوه نیوکه دا لري چې سیاست او اخلاق یې سره بېل کړي او تل یوازې په متضادو ګټو ټینګار کوي. د انتقادي مکتب استدلال دا دی چې د ریالیزم مکتب مفاهیم د دې لامل شوی چې نړیواله بې عدالتي او اخلاق له نظره غورځېدلي وي. ولې ریالیسټان بیا هغه څه چې روان دي او هغه څه چې کېږي د هغو په اساس استدلال کوي او له خیالي او فلسفي منطقو تېرېږي.

 

په نړیوالو اړیکو او معادلاتو کې د اخلاقو بحث د ریالیزم له نظره که ورته ګورو نو مالومه ده چې ریالیزم په نړیوالو اړیکو بدبین نظر لري او له سره یې نه مني. په دې اساس په نړیوال سیاست کې په عملي توګه اخلاق ځای نه لري.

 

په هغه نړۍ کې چې ژوند کوې، امني نړۍ نه ده. هره ورځ د نړۍ په بېلا بېلو ځایونو کې انسانان وژل کېږي او خلک د نورو له امله خپل د سکونت او اوسېدو ځایونو پرېښودو ته اړ کېږي. نورو کې هېوادونه هم راځي چې د سیاسي ګټو او یا اقتصادي ګټو لپاره د خلکو په وژنو کې لاس لري او یا یې پر وړاندې غلي دي. له دې سره خلک ځورول کېږي او یا هم عادلانه مجازات نه ورکول کېږي.

 

د نړیوالو نا سمو سیاستونو په ځانګړې توګه په خپلو ګټو پسې د لویو قدرتونو نا عادلانه لاس وهنې فقر، بې کاري، د بشر حقونو نقض، تېري او هرې ناروا ته لاره هواره کړې ده. نو په سیاسي برخه کې له ریالیستي پلوه اخلاق نه مراعتېږي. په خپلو ګتو پسې تګ د نړیوال نظام وضعیت دومره پېچلی کړی چې د حل لارې په توګه هر یو یې بېل چوکاټ لري خو دا چوکاټ د بل لوري لپاره د منلو نه وي او مقابل لوری بله حل لاره غوره ګڼي.

 

حتی د قدرتمند هېوادونه د خپلو سیاستونو له نظره سوله تعریفوي او د دریم هېواد لپاره سوله د خپلو ګټو په اساس غواړي. کله کله د سولې ځکه خنډ جوړېږي چې ګټې یې په خطر کې کیږي.

 

په هر حال؛ د ریالیزم له نظره چې هر څه د روان او اوسنی وضعیت له درکه ګوري، په نړیواله سیاست کې اخلاق مهم نه بولي او حتی شتون یې ردوي

ShareTweetShareSendSend

Related News

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025
مقالې

د بین الافغاني خبرو پیل په تړاو د قطر بهرنیو چارو وزیر وینا

سپتمبر 15, 2020
مقالې

تېروتنه ، یانې څه؟

جنوري 10, 2019
مقالې

د جګړې نویو ملاتړو ته اړتیا ده !

جنوري 6, 2019
مقالې

چارچوب آستانه، مذاکرات سوریه

دسمبر 26, 2018
مقالې

لوی ایتلاف دې د هېواد پر ځای، خپل ځان وژغوري!

نوومبر 4, 2018

وروستي خبرونه

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

مې 24, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

مې 24, 2025
د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

مې 24, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

شاهین: هند او ایران پوه شوي چې اسلامي امارت د پاکستان تر نفوذ لاندې نه دی

مې 24, 2025
د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي

د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي

مې 24, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist