Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

جګړه کې د قربانیانو شمېر دوه چنده لوړ شوی

admin by admin
2019/05/13

روان کال لومړیو دریوو میاشتو کې له دوه سوو زیاتو کسانو سره صلیب ته د مصنوعي غړو اچولو لپاره مراجعه کړې.

د دوه زره اتلسم کال په پرتله دوه زره نولسم کال کې د جګړو له کبله زیاتو ښځو سور صلیب ته د مصنوعي لاسونو او پښو لپاره مراجعه کړې.

د سره صلیب مالومات ښيي چې تېر کال له څلور سوه زیاتو ښځو ته مصنوعي لاسونه او پښې اچولې او د روان کال درې میاشتو کې یې یو سل او دیارلس ښځو ته مصنوعي لاس او پښې اچولي دي.

سور صلیب چې د افغانستان اوه ولایتونو کې فعالیت کوي په اوسط ډول اتلس زره کسانو ته مصنوعي غړي برابروي.

داسې ښکاري چې د تېرو کلونو په پرتله د جګړې قربانیانو شمېر زیات شوی دی.

د سره صلیب مالومات ښيي چې د سږ کال درې میاشتو کې له سلو زیاتو ښځو د مصنوعي پښو  او لاسونو لپاره سره صلیب ته مراجعه کړې.

سور صلیب ټولنې ویلي (( ۲۰۱۸م کال کې ۴۳۵ میرمنو، ۱۵۸ هلکانو او۱۰۱ نجونو د مصنوعي لاس او پښې لپاره مراجعه کړې، د ۲۰۱۹م کال لومړیو ۳ میاشتو کې بیا ۱۱۳ ښځو، ۷۷ هلکانو، ۳۴ نجونو مراجعه کړې چې لوړوالی ښيي.))

سور صلیب د افغانستان په اوه ولایتونو کې فعالیت لري او ممکن زیات قربانیانو بیخي مراجعه نه وي کړي.

له جګړې هاخوا طبعي او قصدي پېښو هم ځینې معلول کړي، سور صلیب ته د رڼا په نوم یوې انجلۍ هم مراجعه کړې، چې مشرې خور یې په وهلو وهلو معلوله کړې ده.

دا یواځې د سره صلیب ثبت شوي مالومات دي چې ثبت کړي یې دي، داسې سلګونه نورې پېښې شته چې نه دي ثبت شوي او قربانیانو مراجعه نه ده کړې چې مصنوعي لاس او پښه واچوي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist