له لسو ورځو راهیسې د کندهار خاکرېز ولسوالۍ ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوي دي.
د سختې جګړې له امله د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ ټولې لارې تړل شوي او اوسېدونکي يې له تېرو لسو ورځو راهیسې خواړه نه لري او د غرونو واښه خوري.
دغه ولسوالي، چې په بشپړه توګه د وسله والو له لوري محاصره ده، د سختو جګړو له امله پکې ملکي وګړي له سختو ستونزو سره مخ دي او د هر وګړي ژوند په خطر کې دی خو د جګړې دواړه لورې د دغې لارې د تړل کېدو پړه پر یو بل پورې کوي.
په دغه ولسوالۍ کې ایسار اوسېدونکي وایي، عمومي لار وسله والو د تګ راتګ پر مخ تړلې خو پر فرعي لارو بيا افغان ځواکونه د تګ راتګ اجازه نه ورکوي، چې له امله يې په ياده ولسوالۍ کې خوراکي او نور اړين توکې خلاص شوي او اړ شوي، چې د دښتو او غرونو واښه وخوري.
د کندهار ولایتي چارواکي وایي د خاکريز ولسوالۍ عمومي لار وسله والو د خپلو بريدونو په موخه د خلګو پر مخ تړلي او دوی يې د خلاصون لپاره پوځي عمليات پېل کړي.
طالبانو بیا ویلي، چې د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ لويه لار يې د عامه تګ راتګ پر مخ نه بلکي؛ د امنیتي ځواکونو پر مخ تړلې ده.