• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له مشورتي جرګې وروسته طالبانو جګړې ته زور ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/06

بغلان، فاریاب، وردګ او کندهار ولایتونو کې طالبانو جګړې ته زور ورکړی.

طالبانو د لویې مشورتې جرګې له پریکړې وروسته د هېواد بیلابیلو ولایتونو کې جګړو ته زور ورکړی.

ولسمشر غني یو ځل بیا ملت ته د روژې په مناسبت پيغام کې پر طالبانو د اوربند غږ کړی دی.

کابل کې تحلیل دا دی چې د اوربند لپاره د طالبانو شرطونه که ومنل شي، ممکن اوږدمهاله اوربند رامنځ ته شي.

د سولې مشورتې جرګې را په دیخوا طالبانو د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې بریدونو ته زور ورکړی چې تازه پيښه یې د یکشنبې په ورځ د بغلان امنیه قومندانۍ باندې د وسله‌والو ډله ایز برید و چې نږدې دیارلس پولیس په کې ووژل شول او دملکي وګړو په ګډون شپيته پولیس یې ټپيآن کړي و.

د بغلان تر څنګ فاریاب، وردګ او کندهار هغه ولایتونه دي چې جګړه پکې زیاته شوي.

ولسمشر محمد اشرف غني د روژې په مناسبت خپور شوي پيغام کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې اوربند وکړي.

خو طالبانو د سولې مشورتې جرګې د نورو پریکړو سره یو ځای د اوربند پریکړه هم رد کړې او په جګړه یې ټینګار کړی.

کابل کې ځینې تحلیل کوونکي باور لري چې طالبان د نامنسجم والي له کبله اوربند نه کوي، خو ځینې نور بیا اوربند د طالبانو په شرایطو پورې اړوند یادوي.

اوربند له طالبانو پرته د ټولو غوښتنه ده، خو دا چې طالبان د اوربند لپاره شرایط لري، چمتو نه  دي دا غوښتنه ومني، ځینې په دې باور دي چې طالبان ویره لري چې که له شرط پرته یې اوږد اوربند وکړ، پاشل شوي جنګیالي به بیا منسجم نه شي کړلی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي
افغانستان

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې
افغانستان

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي
افغانستان

یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

مې 12, 2025
مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي
افغانستان

مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي

مې 11, 2025
افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې
افغانستان

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

مې 11, 2025

وروستي خبرونه

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist