• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلام اباد سره د اړیکو پراختیا کې تاوان نه شته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/06

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو پراختیا ته هېلې زیاتې شوي.

له اوږد ځنډ وروسته د کابل او اسلام اباد د اړیکو رغولو او پراختیا ته تمې پیدا شوي دي.

د پاکستان او افغانستان د اړیکو رغیدل او له یو بل سره همکاري له هرکلي سره مخ ده.

کابل کې باور دا دی چې دواړه هېوادونه یو بل ته اړتیا لري او پکار ده چې د ښه ګاونډیتوب اړیکې وپالي او له یو بل سره همکارۍ پراخې کړي.

ټینګار دا دی چې دواړه لوري دې له یو سره د دښمنۍ او پر یو بل د تورنو لګیدو پر ځای د اړیکو په پراختیا کار وکړي او پاکستان ته پکار ده چې عملي اقداماتو باندې د باور فضا رامنځ ته کړي.

دا تمې وروسته له هغې پيدا شوې چې د پاکستان لومړي وزیر او افغان ولسمشر په ټلیفوني خبرو کې له یو سره د همکاریو ژمنې تازه کړي او افغان ولسمشر هغه بلنه منلې چې عمران خان اسلام اباد ته د ورتګ لپاره ورکړې ده.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند له اسلام اباد سره د کابل اړیکې هغه مهال ګټورې یادوي چې طالبان اوربند او سولې ته وهڅوي.

د غزني پخوانی والي بیا د کابل او اسلام اباد اړیکې ضروري یادوي او باور لري چې د دواړو هېوادونو له یو بل څخه نه رغیږي.

موسی خان اکبر زاده ټینګار کوي چې له پاکستان سره په ښو اړیکو کې تاوان نشته او د سولې برخه کې همکاریو ته هڅیدلی شي.

د کابل او اسلام اباد اړیکې وروسته له هغې کړکیچنې شوې چې ولسمشر غني له اسلام اباد ځینې عملي اقدامات غوښتل، چې و نه شول، اوس چې یو ځل بیا تمه پيدا شوې چې اړیکې به جوړې شي، تمه شته چې د سیمه‌ییز اتصال د بحث تر څنګ د سولې برخه کې له پاکستان همکاري وغوښتل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي
افغانستان

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې
افغانستان

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي
افغانستان

یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

مې 12, 2025
مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي
افغانستان

مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي

مې 11, 2025
افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې
افغانستان

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

مې 11, 2025

وروستي خبرونه

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist