د پکتیا مرکز ګردیز اوسیدونکي د ناامنیو ډیریدو تر څنګ ښار کې د وسله والو غلو له ډيریدو شکایت کوي .
د پکتیا مرکز ګردیز اوسیدونکي ښار کې د ناامنیو او وسله والو غلاوو له ډیریدو شکایت کوي.
د پکتیا اوسېدونکي وايي وسلهوال چې نږدې هره شپه د ګردیز د کمربند پر امنیتي پوستو وسله وال بریدونه کوي او تر څنګ یې ښار کې پخوا په پرتله وسله وال غله ډیر شوي دي .
پکتیا امنیه قومانداني هم مني چې وسله وال د شپې له لوري د ګردیز پر امنیتي کمربند بریدونه کوي خو وایي ، چې امنیتي پوستو کې کافي اندازه سرتیري موجود دي او ښاریان دې په دې اړه اندیښنه نه کوي .
دوی نیوکه کوي چې څنګه هر شپه وسله وال توانیږي چې د ګردیز پر امنیتي کمربند بریدونه وکړي .
د ګردیز اوسیدونکي همدا راز وایي ، چې ښار کې د پخوا په پرتله وسله وال غلا ډیر شوي او امنیتي ارګانونه یې باید مخنیوي وکړي .
پکتیا امنیه قومانداني هم مني چې وسلهوال د شپې له لوري د ښار د کمربند پر پوستو بریدونه کوي خو وایي، چې امنیتي ځواکونه یې د مخنیوي توان لري او ښاریان دې په دې اړه اندیښنه نه کوي .
مل پاسوال رازمحمد مندوزی وایي ، چې ګردیز کې جنایي پیښې کمي شوي او هڅه دا ده چې وسله والو غلو مخه هم ونیول شي .
نیوکې دا دي چې د ګردیز ښار امنیتي کمربند تر اوسه نه دی بشپړ شوی خو پکتیا امنیه قومانداني وایي ، چې د کمربند هغه سیمو کې تازه پوستې جوړې شوي چې ترې د ښار امنیت ګواښل کیده .