Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د طالبانو پر وړاندې د تادین خان زغم پای ته رسېدلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/04

تادین خان د کندهار پولیسو ته امر کړی چې پر طالبانو نور رحم ونه کړي.

د کندهار امنیه قوماندان خپلو سرتېرو ته، امر کړی، چې د طالبانو پر وړاندې دې نور له هېڅ رحم څخه کار نه اخلي.

هغه دغه څرګندوندې وروسته له هغه کړي، چې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ولسمشر له لورې د اوربند وړاندیز رد کړ.

هغه خپلو سرتېرو ته خبر ورکړی، چې طالبان د حوصلې او زغم نه دي او پر وړاندې یې هیڅ رحم ونه کړئ.

د کندهار امنیه قوماندان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې وسله وال طالبان ښکاره خپله ډله قوي بولي، خو په اصل کې له ماتې سره مخ دي.

تورنجنرال تادین خان دا څرګندونې د وسله والو طالبانو د هغې اعلامیې وروسته کړي، چې په روژه کې يې د اوربند پر ځای د خپلو بریدونو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان وايي، چې په شپږو ولسواليو کې يې د پولیسو او ځانګړو قطعاتو له لوري عملیات پیل کړي دي.

د کندهار امنیه قوماندان وايي، چې وسله والو طالبانو د پسرلنيو عملیاتو له اعلان وروسته د کندهار د ناامنه کولو لپاره زیات زور ورکړی، خو په وینا يې، هغوی په دغو هڅو کې ناکامه شوي دي. 

د کندهار امنیه قوماندان دا څرګندونې په داسي مهال کوي، چې طالبانو د یوې اعلامیې په خبرولو سره د سولې په اړه په مشورتي لویه جرګه کې د ولسمشر له لورې د اوربند وړاندیز رد کړ.

طالبانو په دغه اعلامیه کې د روژې په میاشت کې هم د سختې جګړې ګواښ کړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist