طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سولې مشورتي جرګه نمایشي بللې.
طالبانو د سولې مشورتي جرګه یوه نمایشي غونډه بللې چې د دوی په خبره ډیری ګډونوال یې هغه کسان وو چې په تیرو اتلس کلونو کې په مستقیم او یا هم غیر مستقیم ډول له امریکایانو سره همکار پاتې شوي دي.
رسنیو ته د طالب ویاند له لوري په استول شوې اعلامیه کې راغلي، دغه جرګه کې د ولس استازي نه و او ان د کابل سیاسونو ذکر یې هم کړی چې په لیکنه یې نیمايي کسانو ور سره پریکون کړی دی.
د جرګې پر ګډونوالو د طالبانو نیوکه داوه چې هوايي بریدونه، شپني عملیات او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په ضد یې غږ نه دی پورته کړی.
طالبانو همداراز خپلې مبارزې ته د جهاد نوم ورکړی او لیکلي یې دي، په روژه کې یې د نورو وختونو په پرتله ثواب زیات دی چې دا د مشورتي جرګې او ولسمشر هغه وړاندیز ته د رد ځواب دی چې د روژې په میاشت کې یې د اوربند غوښتنه کړې وه.
په اخر کې د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، دوی له امریکایانو سره په مذاکراتو بوخت دي او پایلې ته له رسیدو وروسته به له داخلي اړخونو سره د کورنیو ستونزو د هواري لپاره خبرې او هوکړه وکړي.
خو د اشغال په سیوري کې چې ښايي د بهرنیو سرتیرو حضور ته یې اشاره وي لیکلي، په داسې حال کې د سولې خبرې بې ګټې دي.