د سولې مشورتي جرګې د کمېټو نظر شریکولو لړۍ پيل شوې ده .
د جرګې ۵۰ کمېټو مشران د خپلې کمېتې غړو نظرونه راټول او د جرګې عمومي غونډه کې یې شریکوي.
د جرګې ډېری غړو په روژې کې د اوربند غوښتنه وکړه او ژر تر ژره د بین الفغاني خبرو پيل غواړي.
د جرګې غړو ویلي، افغان ولس امریکا نه ده راوستې او په افغانستان کې له ټیکاو وړاندې باید بهرني ځواکونه ونه وځي.
د یوې کمېتې مشر وویل چې دوی د تل لپاره په افغانستان کې بهرنیان نه غواړي خو افغانستان دې په جګړه کې نه پرېږدي.
د سولې په خبرو کې باید د بیان آزادي، د ښځو حقونه او په ټوله کې د تېرو کلونو لاسته راوړنو ساتل د غړو بله غوښتنه وه .