Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د کارګر نړيواله ورځ ونمانځل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/01

کابل کې د کارګر ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه، چې لاهم څلور میلیونه کسان بې روزګاره دي.

د ثور یوولسمه د نورې نړۍ په څیر کابل کې هم د کارګرانو د ورځې په توګه و نمانځل شوه.

وروستۍ موندنې ښيي چې افغانستان کې لا څلور میلیونه کسان بې روزګاره دي او د ناچارۍ له امله بیا دوه میلونه ماشومان په درندو کارونو بوخت دي.

د کارګرانو ملي ټولنه وايي، د ښځو لپاره په کوم ولایت کې د کار زمینه نه ده برابره شوې.

دغې ټولنې په حکومت نیوکې کړي چې د دوی د فعالیتونو جواز او بانکي حسابونه یې ورته مسدوده کړي دي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو چې له نیمايي زیات اوسیدونکي یې بې وزلي ځپي او له بې روزګارۍ زورېږي.

تازه موندنې ښيي چې څلور میلیونه کسان بې روزګاره دي.

اندېښنې دا دي که حکومت دغو څلور میلیونو کسانو ته کار پیدا نه کړي نو لرې نه ده چې د بې کارۍ له لاسه بحران رامنځ ته شي.

له بل لوري بیا بله اندېښنه د هغو کار ګرو ماشومانو په اړه ده چې په درندو کارونو بوخت دي او غوښتنه دا ده چې حکومت دې کارګرو ماشومانو لپاره د زدکړو زمنیه او ښځو ته بیا د کار چاپیریال برابر کړي.

د کارګرانو ټولنه په حکومت نیوکې کوي چې د دوی د کار جوازونه او بانکي حسابونه یې مسدود کړي. دوی وايي د یو کارګر میاشتنی عاید شپږ زره افغانۍ دی چې د دوی ستونزې نشي حل کولی. 

له حکومت د کارګرانو غوښتنه داده چې کاري چاپیریال ورته برابر او د دوی د بې وزلۍ مخه دي ونیسي.

که څه هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې ګڼو خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې خو د کارګرانو ملي اتحادیه وایي چې هیڅ مرسته یې له دوی سره نه دي کړي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist