لویې جرګې طالبانو سره سولې ته د رسېدو لپاره پنځه پوښتنې وړاندې کړې.
نن په لویه جرګه کې طالبانو سره سولې ته د رسېدو لپاره پنځه پوښتنې وړاندې شوې دي.
دغو پوښتنو کې طالبانو سره سولې ته د رسېدو لاره باید څه ډول اوسي او د جګړې ښکېل لوري باید د سولې لپاره کوم اقدامات ترسره کړي.
د افغانانو د اساسي حقونو او ارزښتونو ساتل، طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د افغانانو د اساسي حقونو مرجع ټاکل او د سیمې له هېوادونو د جرګې د ګډونوالو غوښتنې نورې پوښتنې دي.
لویه جرګه د دوشنبې په ورځ پرانېستل شوه چې یو پنځوس کمېټې به په کې طالبانو سره د سولې خبرو لپاره حدود او چوکاټ وټاکي.