د ابوبکر البغدادي د وژل کېدو خبرونه دروغ وو.
ابوبکر البغدادي نوې ويډيو خپره شوې.
د داعش وسله والې ډلې مشر ابوبکر البغدادي يوه اتلس دقيقه اي ويډيو خپره کړې او په هغې کې يې ادعا کړې، چې د سرېلنکا بريد دوی کړی او خپلو بريدونو ته به دوام ورکوي.
د ابوبکر البغداي دا ويډيو په داسې حال کې خپرېږي، چې له دې وړاندې يې څو ځله د وژل کېدو ادعا شوې وه.
البغدادي په دې ويډيو کې ګواښ کړی، چې د خپلو زنداني او وژل شويو وسله والو غچ به اخلي، چې د سرېلنکا پېښه يې يوه بېلګه ښودلې ده.
ويډيو کې د داعش وسله والې ډلې د بنسټګر روغتيايي حالت ښه مالومېږي.
تر اوسه لا نه ده مالومه چې ابوبکرالبغدادي له کلونو ځنډ وروسته په کوم هېواد کې را څرګند شوی دی.