سیاف: د سولې پر وړاندې خندونه به له منځه ځي .
د ولسمشر له لوري د سولې مشورتي لویې جرګې د مشرۍ لپاره د استاد سیاف ټاکنه د ګډونوالو له لورې له هر ډول ځنډ پرته ومنل شوه.
استاد عبد رب رسول سیاف په جرګه کې سرو کرښو ته اشاره وکړه چې یوازې د سولې د چوکاټ مانا لري.
استاد سیاف تمه وښوده چې طالبان به د جرګې سوله ییزو غوښتنو ته د رد ځواب نه وايي.
د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره ولسمشر اشرف غني استاد عبد رب رسول سیاف وړاندیز کړ چې د جرګې ګډونوالو د ولسمشر وړاندیز په چک چکو ومانه.
استاد سیاف په جرګه کې د سولې برخه کې په سرو کرښو خبرې وکړې چې مانا یې یوازې د سولې لپاره د چوکاټ ټاکل دي چې د جرګې غړي به پرې تصمیم نیسي.
سیاف په سوله خبرې وکړې او ویې ویل چې د طالبانو پر وړاندې د افغانانو د سولې غېږ خلاصه ده او هیڅوک یې مخه نه نیسي.
نوموړي له طالبانو غوښتنه وکړه چې د سولې خبرو ته د رد ځواب ور نه کړي.
استاد سیاف په خبرو کې ګاونډیو ته پيغام درلود چې د افغانستان پر ځای دې پر ځان زړه وسوزوي او له لاسوهنو دې لاس واخلي.
هغه ټینګار وکړ د سولې پر وړاندې خنډونه به لمنځه ځي او سوله به راولو.