د افغانستان پلازمېنه کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه د ۳۲۰۰ استازو په ګډون د دوشنبې په ورځ پیل شوه.
د جرګې جوړولو کمېسیون مشر عمر داوود زي له طالبانو مننه وکړه چې په خبره یي د سولې جرګې غړو ټاکلو مخالفت یي ونه کړ.
داوودزي وویل چې د ټول هېواد په کچه یي ۳۲ سوه کسان جرګې ته راغوښتي او ګډون یي کړی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې دا جرګه به د سولې په تړاو خپل نظر افغان دولت ته وسپاري او دهغې په رڼا کې به عمل وکړي.
ولسمشر استاد عبدرب الرسول سیاف د جرګې مشرۍ لپاره وړاندیز کړ .
استاد سیاف بیا سوله دافغان ولس غوښتنه وبلله.
سیاف له هغو سیاسیونو په جرګه کې د ګډون غوښتنه وکړه چې جرګه یی تحریم کړې ده .
دغې جرګې کې ۳۲ سوه کسانو ګډون کړې چې په ۵۰ کمېټو کې به کار وکړي او څلور ورځې به دوام وکړي.