• English
  • پښتو
  • دری
۱۴۰۴/۲/۲۴
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد د افغان سولې خبرو لپاره یوځل بیا پاکستان ته ولاړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/29

ټاکل شوې چې نن دوشنبه به زلمی خليلزاد د افغان سولې په تړاو اسلام اباد ته لاړ شي.

له خليلزاد سره په دغه سفر کې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسيا استازې اېلس ويلز هم ملتیا کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فېصل ويلي، دغه سفر د افغان سولې د بهير، دوه اړخيزه اړيکو او د مشورو په تړاو ده.

خليلزاد له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کابل کې ليدلي او د افغانانو تر منځ د سولې په خبرو یې ټینګار کړی.

د تیرې پنجشنبې ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي و چې پاکستان د افغانستان د امن په ګډون د بېن الافغاني خبرو ملاتړ کوي چې خلیلزاد یې ستاینه هم کړې وه.

افغان حکومت د عمران خان وروستۍ خبرې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه بللې وه.

له دې سره د امريکا د مرکزي قوماندانۍ مشر ډګر جنرال کنيټ مکنزي تیره ورځ په واشنګټن کې له الحُره ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي، باور لري چې افغانستان کې په هر حل کې بايد پاکستان دخيل وي.

مکینزي ویلي، پاکستانيان هڅول شوي او په دې برخه کې مرستې ته لېوال دي.

تر دې وړاندې امریکایي او افغاني چارواکو پاکستان تورن کړى و چې افغانستان کې د لانجې په حل کې ریښتینې همکاري نه کوي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وروستيو څرګندونو چې ويلي يې و، افغانستان کې دې موقت حکومت تشکيل شي، د افغانستان تند عکس العمل پارولى و.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي
افغانستان

مې 14, 2025
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist

    - Select Visibility -