• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حامد کرزي او اتمر لویه مشورتي جرګه د وخت ضایع وبلله

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/29

د مشورتي لویې جرګې سیاسي مخالفینو په جرګه کې ګډون ونه کړ.

استاد سیاف چې د مشورتي لویې جرګې ریاست ور تر غاړې دی، له ټولو مخالفو سیاسي څیرو یې هیله وکړه چې د جرګې په وروستۍ ورځ کې ورشي.

خو ولسمشر بیا د دوی د نه ګډون په تړاو قضاوت ولس ته پرېښود.

د عبدالله عبدالله او حامد کرزي سربیره د ولسمشرۍ ټولو نوماندانو د سولې مشورتي لویه جرګه د وخت ضایع او ټاکنیز کمپاین یاد کړی.

د سولې مشورتي لویه جرګه کې د هیواد د څلور دیرشو ولایتونو درې زره دوه سوه استازو ګډون کړی خو اجرایه رییس عبدالله عبدالله د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار ، مخکیني ولسمشرحامد کرزي سربیره د ولسمشرۍ ټولو نوماندانو دغه غونډه تحریم کړې .

د سولې مشورتي لویې جرګې نه د دوی تعریف دا دی چې ګواکې دغه جرګه د سولې په نوم د وخت ضایع او د ولسمشر لپاره کمپاین دی .

حامد کرزي داسې ویلي (( د دودیزو او مشورتي جرګو له لارې ملي اجماع ته د رسیدو په موخه مې تل د یو افغان په توګه ټینګار کړی خو په اوسنیو شرایطو کې د سولې مشورتي لویه جرګه نه د خلکو په ګټه ده او نه هم ملي اجماع ته د رسېدو لار ده.))

محمد حنیف اتمر داسې ویلي (( د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم د سولې مشورتي لویې جرګې په تړاو په خپل پخواني دریځ ټینګار کوي او دغه جرګه د سولې په پروسه کې د حکومت لخوا د وخت له ضایعه کولو او له غیر قانوني ټاکنیز کمپاین پرته بل څه نه ګڼي او له دې امله زموږ د ټیم غړي به په دغه سفارشي لویه جرګه کې ګډون ونه کړي.))

ولسمشر محمد اشرف غني جرګې ته وینا کې بیا وویل جګړه سیاسیون نه بلکې ولس زیانمنه وي او هغوی چې په جرګه کې ګډون نه دی کړی ولس باید پرې قضاوت وکړي .

استاد سیاف چې د سولې مشورتي لویې جرګې د رییس په توګه وټاکل شو بیا وايي هغوی چې په جرګې کې ګډون نه دی کړی د سولې مخالف نه دي او باید په وروستۍ ورځ په جرګه کې ګډون وکړي .

د سولې مشورتي لویه جرګه به څلور ورځې دوام وکړي او په دغه موده کې به یې غړي د کاري کمیټو له لارې له طالبانو سره دسولې خبرو لپاره ځانګړې تګاره وټاکي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې
افغانستان

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري
افغانستان

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري
افغانستان

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي
افغانستان

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی
افغانستان

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

مې 15, 2025
خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist