مخکیني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د سولې مشورتي لویه جرګه بې ګټې ده او نه شي کولی د سولې برخه کې د باور فضا رامنځته کړي.
حامد کرزی داسې مهال د مشورتي لویې جرګې د ځنډولو غوښتنه کوي چې حکومت غواړي سبا ته یې پیل کړي.
کرزی اندېښنه لري چې دغه جرګه د سولې خبرو د روان بهیر د ځنډ او خنډ لامل نه شي.
د کرزي پر فېسبوکپاڼه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، د راتلونکي جرګې په تړاو په خپله حکومت کې دننه او په ملي کچه اجماع نه شته ځکه یې دی ګټوره نه بولي.
له دې وړاندې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم پالنې ټاکنیز ټیم، د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم او ګڼ شمیر نورو ګوندونو او سیاسي جریانونو پّ دغه جرګه کې ګډون رد کړی او دا یې د
حکومت کمپایني غونډه یاده کړې ده.