ځانګړو ځواکونو په ننګرهار کې د طالبانو او داعش رهبري له منځه وړې ده.
ملي امنیت: په ننګرهار وسلهوال سخت ځپل شوي
د ملي امنیت ځانګړو ځواکونوننګرهارکې دداعش او طالبانو رهبري له منځه وړې.
چارواکي وایي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په تېرو دوه میاشتو کې دعملیاتو پرمهال د ۱۲ قومندانانو په ګډون ۵۱ تنه داعش او طالبان وژلي او ۲۷ تنه یې ژوندي نیولي دي.
د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وایي، ځانګړو ځواکونو په یاده موده کې پر وسله والو او مهماتو سربېره هغه درې موټړې هم له منځه وړي چې په مرکز جلال اباد بریدونو ته تیار شوي وو.
د ولایت ویاند زیاته کړه، چې ځانګړو ځواکونو په ترسره شویو عملیاتو کې ۲۷ تنه داعش او طالبان له ۳۵ میله سپکو او درنو وسلو سره نیولي دي.
تراوسه ددې خبر په غبرګون کې داعش او طالبانو څه نه دي ویلي.