• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا د سیمې هېوادونو ته قناعت نه دی ورکړی 

admin by admin
2019/04/27

امریکا په افغانستان کې د خپل حضور په تړاو سیمې ته قناعت نه دی ورکړی.

امریکا اوس هم د سیمې هېوادونو ته قناعت نه دی ورکړی چې افغانستان کې خپل حضور په څه ډول پای ته رسوي.

یو طالب چارواکي شمشاد ته ویلي، امریکا د سیمه ییزې اجماع په لټه کې ده خو که سوله غواړي ښه ده چې افغانستان کې کورني بعد ته پاملرنه وکړي.

اوس باور کېږي چې د سیمې هېوادونه طالبانو ته ځانګړې اجنډاوې ورکوي چې امریکا کارونه یې سخت کړي خو طالبان بیا بل ډول فکر لري.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد طالبانو سره له هر پړاو خبرو مخکې او شاته د سیمې او نړۍ په هغو هېوادونو ګرځېدلی چې دلته په جګړه او سوله کې یې رول مهم دی.

خو هغه طالب چارواکي چې نه غواړي نومونه یې په رسنیو کې خپاره شي شمشاد ته وویل، امریکا د سیمې هېوادونه ته قناعت نه دی ورکړی چې افغانستان کې خپل پوځي حضور په څه ‌ډول پای ته رسوي. 

طالب چارواکي داسې ویلي (( امریکا غواړي یوه سیمه ییزه اجماع جوړه کړي چې دا یو ښه ګام دی، خو دا چې پرلپسې په سیمو هېوادونو ګرځي تر اوسه یې د سیمو هېوادونو ته قناعت نه دی ورکړی چې دوی سوله غواړي او کنه؟ که امریکا سوله غواړي نو افغانستان کې دې داخلي بعد ته پاملرنه ډېره کړي. د نړۍ لوی قووتونه د امریکا په نیت شک لري چې د اشغال موضوع څه ډول پای ته رسوي.))

خو د وسلوالو طالبانو ویاند په دې باور دی چې د سیمې هېوادونو سره د امریکا لیده کاته ټول د دې لپاره دي چې خپله ماته په دې پلمه توجې کړي چې ګڼي وتل یې له افغانستان څخه دوی سره په تفاهم کېږي.

کابل کې بیا داسې انګېرل کېږي چې د سیمې هېوادونه طالبانو ته اجنډاوې ورکوي او دې کار د امریکا کار پېچلی کړی .

په منطیقوي لحاظ د افغانستان په اړه سیاستونه بدل شوي او امریکا دلته له هېوادونو سره ځینې مشترکات لري چې ګټې او تاوانونه یې یو ډول دي.

په مسکو کې د امریکا، روسیې او چین درې اړخیزه ناسته کې په جګړه کې له ښکیلو غاړو غوښتل شوي چې اوربند وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist