.د کابل معترض نوماندان وايي د کابل رایې دې باطلې او له سره دې ټاکنې وشي
معترض نوماندان د کابل ټاکنې نه مني!
د کابل ولایت معترض نوماندان وايي د کابل په ټاکنو کې له حده زیاته درغلي شوې او اوس یې د سپینو او تورو رایو جلا کول ستونزمن کار دی .
دوی وايي د کابل ولایت د ولسي جرګې ټاکنې دې د ولسمشریزو ټاکنو سره یوځای ترسره شي .
خو له بل لوري بیا هغه نوماندان چې په لومړني لیست کې بریالي اعلان شوي له ټاکنیزو کمیسیونونو غواړي چې د کابل او پاتې نورو ټاکنیزو حوزو وروستۍ پایلې دې ژر اعلان کړي .
معترض نوماندان وايي په کابل کې د درغلیو کچه دومره لوړه وه چې اوس یې د سپینو او تورو رایې جلا کول د کمیسیونونو له وسه بره کار دی .
دغه معترض نوماندان غوښتنه کوي چې د ولسي جرګې لپاره دې په کابل کې له سره ټاکنې وشي .
دغې غونډې د ولسمشریزو ټاکنو ځنې نوماندان هم راغلي و او نیوکه یې دا وه چې تیرې ټاکنې له درغلیو ډکې وې او باید ټولو شکایتونو ته له رسیده ګۍ وروسته دې نهايي پایلې اعلان شي .
ټاکل شوې چې ولسمشر د راتلونکې شنبې په ورځ د ملي شورا ولسمه تقنیني دوره پرانیزي خو د ملي شورا له پرانیستې دوه اونۍ وروسته به د کابل او یوې بلې ټاکنیزې حوزې وروستۍ پایلې اعلان شي .