د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې لپاره خپل اووم سفر پیل کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د افغان سولې برخه کې د دغه وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خپل اووم سفر پیل کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، خلیلزاد به د اپریل له ۲۱ مې د مې میاشتې تر ۱۱ مې پورې افغانستان، هند، پاکستان، قطر، روسیې، او برتانیې ته سفرونه وکړي.
د دې سفرونو موخه د عمومي سولې لپاره هغه هلې ځلې دي چي غواړي د افغانستان د کشالې لپاره سیاسي حل پيدا کړي.
ویل کېږي، کابل کې به خلیلزاد د افغان حکومت او نورو افغانانو سره سلا مشورې وکړي چې څنګه کولی شي د یو داسې بین الافغاني خبرو لپاره کار وکړي چې وروستۍ پایله یې سیاسي روغه جوړه وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، خلیلزاد به په لندن، مسکو، اسلام آباد او نوي ډهلي کې هڅه وکړي چې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي.
دغه راز خبرپاڼې ويلي، خلیلزاد به قطر کې له طالبانو سره خپلو مذاکراتو ته دوام ورکړي.