ټاکل شوې دا ځل د بین الافغاني خبرو لپاره په ازبکستان کې غونده جوړه شي.
سمرقند کې د افغان سولې لپاره غونډه جوړېږي
ټاکل شوې چې د قطر پر ځای دا ځل بین الافغاني خبرې د ازبکستان په سمرقند کې وشي.
ارګ لیکلي ددغې ناستې لپاره کره وخت او د مذاکره کوونکو نوملړ تر اوسه نه دی مشخص شوی.
طالبانو بیا تر اوسه د ازبکستان په کوربتوب د ناستې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
وړاندې تر دې د روانې میاشتې له نولسمې تر یویشتمې د قطر په دوحه کې د ناستې لپاره بستر برابر شوی و خو د بیلا بیلو لاملونو له مخې چې تر ټولو ښکاره یو یې د افغان حکومت له لوري د برخه والو نوملړ و، ناسته لغوه شوه.